د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د ۴۶۲ ميليونو افغانيو په لګښت، د کابل ولايت مقام مخې ته د موټرو د تګ راتګ هوايي پله د جوړولو چارې پيل شوې. کابل ښاروالۍ ویلي، چې دغه پل چې ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور، ۶.۸ متره لوړوالی، شپږ استحکامي پايې او ۴۷۲ متره اوسپنيز کانکرېټي دېوال لري؛ ټاکل شوې چې د رغولو چارې يې تر راتلونکو ۱۵ مياشتو پورې بشپړې شي او په ګټې اخيستنې سره به يې ټرافيکي ستونزې تر ډېره بريده حل شي. د یاد پل د چارو پیل مراسمو ته د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، روان کال د کابل ښاروالۍ له لوري ۲۵۸ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي. حنفي زیاته کړه، روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې شاوخوا ۸ میلیارده او ۱۱۳ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودجه په پام کې نیول شوې چې په پلي کېدو سره به یې د کابل ښار بڼه بدله شي. نوموړي وویل، کابل ښاروالۍ په تېرو څلورو کلونو کې ۳۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
