په کندوز کې یو ځل بیا د ورورولۍ، زغم او پخلاینې یو ښکلی انځور را څرګند شو. دا ځل د عليآباد ولسوالۍ د دوو قومونو (عمرخېل او تيموري) ترمنځ هغه لس کلنه اوږده دښمني، چې د کلونو راهیسې یې د کرکې، اندېښنې او غچ اور بل ساتلی و، د سولې او بښنې په خوږو الفاظو پای ته ورسېده. دا هغه لانجه وه چې نه یوازې یې د دواړو لورو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې، بلکې یو تن هم پهکې خپل خوږ ژوند بایللی و.
د دې سترې او ارزښتناکې سولې تر شا د یو بااحساسه او مسؤول قومي مشر، الحاج آغا میر ناصري، نهستړې کېدونکې هڅې پرتې وې. نوموړي د خپلې ټولنیزې تجربې، ژور درک او صادقانه نیت له مخې، له سیمهییزو مسؤلینو، درنو علماوو، قومي مشرانو او سپینږیرو سره په ګډه هڅه وتوانېد چې بالاخره، د صبر، تدبیر او اخلاص په مټ، دا اوږده شخړه د سولې په فضا بدله کړي.
په همدې مناسبت، نن د کندوز په هوټل کې یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه، چې فضا یې د ورورولۍ، درناوي او خوښۍ له احساساتو ډکه وه. په دې غونډه کې د کندوز والي، ښاغلي مولوي صاحب نصرالله مطیع، ترڅنګ ګڼ شمېر علماوو، قومي مشرانو، سپینږیرو، د امارتي ادارو مسؤلینو، مجاهدینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې یو شمېر درنو علماوو په نوبت سره ویناوې وکړې. هغوی د اسلام له نظره د سولې، بښنې او اخوت پر ارزښت ژورې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې مسلمانان باید له کینې، تعصب او دښمنۍ ځانونه وساتي. ځکه چې روغه جوړه نهیوازې د یو اختلاف پای دی، بلکې د یوې سالمې او متماسکې ټولنې بنسټ هم ګڼل کېږي. هغوی له دواړو کورنیو څخه مننه وکړه چې د زغم او پوهې له لارې یې د سولې لاره غوره کړه.
وروسته، د دواړو کورنیو استازو هم په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د ورورولۍ، متقابل درناوي او همکارۍ فضا پیاوړې ساتي. د سولې د نښې په توګه دواړو لورو یو بل ته غېږه ورکړه او د تلپاتې دوستۍ لوړه یې وکړه، چې دا صحنه د ګډونوالو له تود هرکلي او احساساتي غبرګون سره مخ شوه.
د غونډې په پای کې، د کندوز والي ښاغلي مولوي صاحب نصرالله مطیع په خپلو ویناوو کې ددې نېک اقدام هرکلی وکړ او د علماوو، قومي مشرانو او سپینږیرو هڅې یې وستایلې. نوموړي وویل چې د خلکو ترمنځ د شخړو حل او د سولې ټینګښت د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا پسې پیاوړې کړي.
ښاغلي والي همداراز ټینګار وکړ چې د کندوز سیمهییزه اداره د هر هغه خیر غوښتونکي او سولهپال شخصیت هرکلی کوي چې غواړي د خلکو ترمنځ شته ستونزې حل کړي. د هغه په وینا، د ولایت دروازې د داسې مشرانو پرمخ شپه او ورځ پرانستې دي، او اداره یې چمتو ده چې په ګډه د ټولنې یووالي او ثبات لپاره کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا حاکمېدو راهیسې، د الحاج آغا میر ناصري په مشرۍ نږدې پنځه سوه لویې او وړې شخړې په بریالیتوب سره حل شوې دي. دا لاسته راوړنې نهیوازې د کندوز لپاره، بلکې د ټول هېواد لپاره د سولې او ثبات یو روښانه پیغام لري—هغه پیغام چې وایي: که اراده، اخلاص او همکاري وي، هره دښمني په دوستۍ بدلېدای شي.
#کندوز #سوله #پخلاینه #ورورولي #علما #قومي_مشران #افغانستان #یووالی #ثبات
