عدليې وزارت ویلي، چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ۱۲ زره ۵۰۵ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه کړې، چې یاده شوې ټوله ځمکه امارتي ده. غه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ځمکه د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د مندوزیو صحرا کلي کې موقعیت لري او په یوې کادستري قطعې کې شامله ده، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه.

#خوست #ځمکه #عدلیه_وزارت #امارتي_ځمکه #غصب #قضیه #افغانستان

Share.