د خوست د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست ۸۲۹ بېلابېل هغه آلات او توکي راټول او له منځه یوړل چې له شرعي اصولو سره په ټکر کې وو.
د خوست ولايت مقام يوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو توکو کې قایلون، د موسیقۍ بېلابېل وسایل او هغه پردې شاملې وې چې د ذيروح لرونکو موجوداتو انځورونه پرې چاپ شوي وو.
خبرپاڼه زياتوي چې دا اقدام د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د اخلاقي انحرافاتو د مخنیوي او د ټولنې د اصلاح په موخه ترسره شوی دی.
#خوست #امنیت #ټولنه #اسلامي_ارزښتونه #اصلاح
