د کندز ښار د قهوهخانې ښارګوټي په څلورو کوڅو کې د کانکریټ اچولو کار د کندز ښاروالۍ له لوري په معیاري ډول بشپړ شو. دا پروژه د کندز ښاروالۍ له لویو کانکریټ اچولو پروژو څخه یوه ده چې پکې د ۱۱ کوڅو کانکریټ اچول، یو حلقوي سړک او د هغه دواړو غاړو ته د اوبو ویالې شاملې دي، او دا ټول کارونه په یو وخت کې د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي ټیمونو تر څارنې لاندې عملي کېږي.
د دې پروژې موخه د ترانسپورتي وضعیت ښه والی، د چاپېریالي ستونزو کمول او په دې ښارګوټي کې د سطحي اوبو مدیریت بلل شوې ده.
د کندز ښاروالۍ مشرتابه له سیمې اوسېدونکو څخه هم غوښتنه کړې چې د دې عامالمنفعه پروژې په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي.
#کندز #ښاروالۍ #انکشافي_پروژې #کانکریټ #ترانسپورټ #چاپېریال
