د روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد له خپل مل پلاوي سره د افغان سوداګرو لپاره د درملو د واردولو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه روسیې ته سفر کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د خوړو او درملو برابرول او تنظیم، او په ځانګړي ډول افغان سوداګرو ته د معیاري، خوندي او باور وړ درملو او خوراکي توکو د وارداتو لپاره د اغېزمنو اسانتیاوو رامنځته کول دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد پلاوی به د روسیې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیمي ادارو له مسؤلینو سره خبرې وکړي. همدارنګه به د معیارونو د همغږۍ، د ثبت بهیر د اسانتیا، د کیفیت د کنټرول د میکانیزمونو د ښه‌والي او د اغېزمنو همکاریو د چوکاټونو د جوړولو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د روسیې د معتبرو درمل جوړونکو شرکتونو څخه لیدنه، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه، او د درملو د تولید او کیفیت کنټرول څېړنه د دې سفر له نورو مهمو موخو څخه دي.

#روغتیا_وزارت #افغانستان #روسیه #درمل #سوداګري #روغتیا

Share.