د اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، په تېره وري میاشت کې یې د مسافر وړونکو او کارګو الوتنو له لارې ۳۸ زره ۳۵۴ مسافر لېږدولي دي. د یاد شرکت په وینا، په همدې موده کې ۶۷۳ ټنه سوداګریز توکي هم انتقال شوي، چې له دې ډلې ۴۰۵ ټنه صادرات او ۲۶۸ ټنه واردات دي. د صادراتو ډېره برخه وچه مېوه، هینګ، زعفران او لاسي صنایع ښودل شوي دي. مسوولین وایي، دا شمېرې د هوايي ترانسپورټ له لارې د سوداګرۍ د ودې څرګندونه کوي. همداراز، یاد شرکت ټینګار کړی چې د الوتنو د پراختیا له لارې به نړۍوالو او کورنیو لارو کې خپلې اسانتیاوې نورې هم زیاتې کړي.
#افغانستان #اریانا_افغان #هوايي_ترانسپورت #سوداګري #صادرات #واردات
