د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې هیواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو د جذب او ځای پرځای کولو لپاره بشپړ امکانات لري او باید د کرښې پورې غاړه افغان کډوال ونه ځنډول شي. یاد کمیسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چې په پاکستان کې افغان کډوال د بېلابېلو پلمو له امله د ورځو لپاره ځنډول کېږي او د سړک پر سر پاتې کېږي، چې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم ورسره وي او له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

#افغانستان #کډوال #پاکستان #بیرته_راستنېدل #کډوالو_ستونزې #خبر_کوتاه

Share.