د سرحدي پولیسو لوی رییس مولوي حزب الله افغان نن د یوې ناستې پر مهال د سپین بولدک او تورخم بندرونو له مسوولینو وغوښتل چې د افغان کډوالو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې او د هغوی ستونزو ته پر وخت او جدي رسېدنه وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره نېک چلند، د تګ راتګ اسانتیا او د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د اړوندو ادارو مهم مسوولیت دی. هغه همدارنګه د بندرونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د کډوالو د ثبت، لېږد او نورو خدماتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو راستنېدونکي هېوادوال له کومو ستونزو سره مخ شي.

#کډوال #تورخم #سپین_بولدک #سرحدي_پولیس #افغانستان #راستنیدونکي_کډوال #اسانتیاوې #بندرونه

Share.