د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو خبر ورکړی، چې تېر کال د دغه ولایت په بېلابېلو تولیدي او اقتصادي برخو کې څه باندې ۷۰۰ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه شوې ده. د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون‌الرشید قاضي ویلي، دغه پانګونه د اوسپنې تولید، کرنې، خوراکي توکو او نورو اقتصادي برخو کې ترسره شوې چې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د اقتصاد په پیاوړتیا کې یې مهم رول لوبولی دی.

#بلخ #پانګونه #اقتصاد #سوداګري #افغانستان #کارموندنه #پرمختګ #تولیدات

Share.