سپوټنیک خبري اژانس راپور ورکړی چې یو شمېر افغان کډوال له تاجکستان څخه د قوانینو د سرغړونې له امله ایستل شوي دي. د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، یادو کسانو سره له دې چې د ژوند، کار او زدهکړو مناسب شرایط یې لرل، خو قوانین یې په جدي ډول مات کړي وو. تاجکستاني چارواکو ټینګار کړی چې له لس زرو ډېرې افغان کورنۍ لا هم په عادي ډول په دغه هېواد کې ژوند کوي. د کډوالو د حقونو فعالان وایي، د کډوالو موضوع باید سیاسي نه شي او د جرم اصل باید فردي وبلل شي. د کډوالۍ کارپوهان خبرداری ورکوي چې په سیمهییزو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتېدو د هغوی راتلونکې ته اندېښنې ډېرې کړې دي.
#افغانستان #تاجکستان #کډوال #مهاجرین #اخراج #بشري_حقونه #حقوق_کډوال #سیمهییز_خبرونه
