د کندز د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، هغه ۳۵ ټنه بېکیفیته او تاریختېر خوراکي مواد او درمل چې د نظارتي ټیمونو لهخوا د دې ولایت له دوکانونو او مارکېټونو څخه راټول شوي وو، له منځه یووړل شول او وسوځول شول.
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت وویل، دا مواد د تېرو لسو میاشتو په موده کې راټول شوي وو او اوس له منځه یوړل شول.
هغه له ټولو پلورونکو او سوداګرو وغوښتل چې د تولید او وارداتو پر مهال یوازې باکیفیته توکي وپېري او وپلوري.
له بلې خوا، د کندز اوسېدونکو د عامې روغتیا ریاست د دې اقدام ستاینه کړې او غوښتنه یې کړې چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر دوکانونو او مارکېټونو نظارت دوام ومومي.
#کندز #عامه_روغتیا #خوراکي_مواد #درمل #د_بازار_څارنه #افغانستان
