د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې ۵۶۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یادکمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۶۶ کورنۍ چې ۵۶۵۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. د خبر له مخې، تېره ورځ ۱۰۳۱ راستنې شوې کورنۍ چې ۵۴۲۹ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۸۹۰کورنیو سره مرسته شوې ده. یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۹۷۹ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

 #کډوال #افغانستان #ایران #پاکستان #راستنیدل #اسلام_کلا #تورخم #سپین_بولدک #مرستې #کډوال_ستونزې

Share.