د پنجشېر په مرکز بازارک کې د بېروج کان رسمي استخراج پیل شوی دی. چارواکي وایي چې ډېر ژر به په عنابه او ابشار ولسوالیو کې هم د دې کانونو استخراج پیل شي. د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې د کارموندنې او سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دا اقدام د قانوني جواز له ترلاسه کېدو وروسته عملي شوی دی. تر اوسه د پنجشېر په درې ولسوالیو کې د بېروج لس کانونه تثبیت شوي دي او مخکې یې ازمایښتي استخراج مثبتې پایلې لرلې دي. چارواکي وایي د عنابه او ابشار د کانونو د استخراج د جوازونو قانوني چارې هم بشپړې شوي او ژر به يې د استخراج چارې پيل شي. په دغه ولایت کې د سرو زرو، زمردو او بېروج په ګډون ۱۷ نور ډوله قیمتي ډبرې هم تثبیت شوې دي.

#پنجشېر #بېروج #کانونه #اقتصاد #کارموندنه #افغانستان #قیمتي_ډبرې

Share.