د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره میاشت له ایران او پاکستانه ۲۷زره او ۲۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۳زره او ۲۸۵ کېږي هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې؛ دغه کورنۍ د اسلام‌کلا، ورېښمو پله، بهرامچې، سپن‌بولدک او تورخم له لارې راستنې شوې دي. دغه کمېسیون زیاته کړې، چې تېره میاشت ۲۳زره او ۵۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۹زره او ۷۳۵ کېږي؛ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي. دغه کمېسیون وړاندې ویلي، بیا پر ۲۷زره او ۳۸۹ کورنیو مېلیونونه افغانۍ نغدي مرستې هم وېشل شوې دي.

#کډوال #افغانستان #ایران #پاکستان #راستنیدنه #مرستې #تورخم #سپین_بولدک #اسلام_کلا #بېځایه_شوي

Share.