عدلیې وزارت د امارتي ځمکو او نومرو پېر او پلور منع اعلان کړی او ویلي یې دي چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې امارتي ځمکې او نومرې یوازې د سرپناه جوړولو په موخه اشخاصو ته وېشل یا پلورل کېږي او له هغو څخه سوداګریزه ګټه اخیستنه منع ده. وزارت ټینګار کړی چې د دغو ځمکو او نومرو پېر او پلور قانوني جواز نه لري او د معاملاتو له دفترونو غوښتل شوي چې له دې معاملاتو په کلکه ډډه وکړي. د خبرپاڼې له مخې، د سرغړونې په صورت کې به د معاملاتو دفتر وتړل شي او د دفتر مسوول، د معاملې دواړه لوري او نور ښکېل کسان به تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

#عدلیې_وزارت #امارتي_ځمکې #نومرې #قانون #افغانستان #سرپناه #ځمکې #معاملات #قانوني_اقدام

Share.