د جوزجان د غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد کمېټې مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له یو میلیون څخه ډېره ځمکه د مرکزي کمېسیون له پرېکړې وروسته د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شوې ده. د جوزجان والي، مولوي عبدالله سرحدي په یوه غونډه کې د ځمکو د تثبیت بهیر کې پر روڼتیا، د اصولو او مقرراتو پر مراعت، امانتدارۍ او د هر ډول تعصب او تبعیضي چلند پر مخنیوي ټینګار کړی دی. هغه د کمېټې له غړو غوښتي چې خپلې دندې په دقت، روڼتیا او مسوولیتپالنه ترسره کړي
#جوزجان #ځمکې #امارتي_ملکیت #افغانستان #شفافیت
