د لبنان حزب‌الله ډلې ویلي چې د لبنان په سوېل کې یې پر اسراییلي ځواکونو او پوځي وسایطو بریدونه کړي دي.

د دغې ډلې په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې د سهار په لومړیو ساعتونو کې یې د اشغال لاندې لبناني ښارګوټو «دیبل»، «رشاف» او «بیاضه» کې د اسراییلي سرتېرو او پوځي موټرو پر کاروان راکېټي بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې تر دې وروسته حزب‌الله د «لوېټرنګ» یا ګرځنده بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو یوه ډله هم کارولې، څو د دیبل او د حداثا سیمې شاوخوا د اسراییلي ځواکونو نور مرکزونه په نښه کړي.

تراوسه د اسراییلو پوځ له لوري د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی خپور شوی او د احتمالي مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه هم کره معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

په دې وروستیو کې د لبنان حزب‌الله او اسراییلو ترمنځ د سرحدي نښتو او پوځي عملیاتو کچه زیاته شوې چې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې یې نورې هم ډېرې کړې دي.

#حزب_الله #اسراییل #لبنان #منځنی_ختیځ #امنیت

Share.