د چین په ځینو سیمو کې د سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او له ۲۰ ډېر نور ورک شوي دي.
د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی: ګوئیژو او هوبې ولایتونه له هغو سیمو څخه دي، چې ډېر زیان یې لیدلی؛ هلته کورونه، کرنیزې ځمکې او لارې تر اوبو لاندې شوې دي.
ژغورونکو ډلو یو شمېر بند پاتې اوسېدونکي د دوه بوډاګانو په ګډون، چې د خپل کور په دوهیم پوړ کې ول؛ ژغورلي دي.
چینايي چارواکو ویلي؛ د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره لټون روان دی او مرستندویه ځواکونه هڅه کوي، چې برښنا او ویجاړې شوې لارې بېرته فعالې کړي.
د چین د اوبو سرچینو وزارت هم د دغه هېواد په اووه ولایتونو کې د سېلابونو بېړنی حالت اعلان کړی دی.
#مرگوني#چین #سېلاب #اورښتونه
