د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، د سالنګونو لویه لار، چې د وروستیو سېلابونو له امله د شمالي سالنګ په ځینو برخو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، تېره شپه بېرته د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده. نوموړی وايي، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکو د پرلهپسې هڅو په پایله کې سېلابي او رسوبي مواد پاک کړي او لاره یې د ترافیکو پر مخ بېرته فعاله کړې ده. حق شناس له خلکو غوښتي، چې پر یادې لارې د سفر کولو پر مهال بشپړ احتیاط وکړي او ترافیکي اصول مراعات کړي.
#سالنګ #ټولګټو #افغانستان #ترافیک #لار_پرانیستل #سیلاب #احتیاط
