د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې له څه باندې ۲۷ زره زیانمنو کورنیو سره مرسته کړې ده.
د یادې ټولنې په وینا، په دې موده کې ټول ۲۷ زره او ۲۴۹ زیانمنو کسانو او کورنیو ته بېلابېل بشري خدمات وړاندې شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۳ زره ۵۳۶ کورنیو ته یوازې د خوراکي توکو مرسته، ۱۹ زره ۲۸۹ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو ګډې مرستې او ۷۴۵ کورنیو ته یوازې غیر خوراکي توکي وېشل شوي دي.
همداراز، ۳ زره او ۶۷۹ کورنیو ته نغدي مرسته هم ورکړل شوې چې ټولیز ارزښت یې ۴۶ میلیونه او ۹۵ زره افغانۍ ښودل شوی دی.
#سره_میاشت #بشري_مرستې #افغانستان #زیانمنې_کورنۍ #نغدي_مرستې #خوراکي_مرستې #افغاني_سره_میاشت
