د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې اورګاډي ته نږدې د یوې چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي او له ۵۰ څخه زیات نور ټپیان دي.

د رویټرز د راپورونو له مخې، له چاودنې وروسته د درنو ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د پاکستان د اورګاډو چارواکو ویلي چې په کوټه کې د جعفر اکسپرس تګ راتګ په موقت ډول درول شوی دی.

د راپور له مخې، د اورګاډي یوه برخه چې پېښور ته روان و زیانمنه شوې، همداراز ۱۰ پارک شوي موټر هم تخریب شوي دي. چاودنې د نږدې ودانیو ښیښې هم ماتې کړې دي.

#کوټه #پاکستان #چاودنه #اورګاډی #جعفر_اکسپرس #خبرونه #امنیت #تازه_خبر

Share.