د White House ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو وسله‌وال وژل شوی او یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

امریکايي چارواکو ویلي، بریدګر سیمې ته ورنږدې شوی، له خپل بکس څخه یې وسله را ایستلې او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې کړې دي.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د پېښې پر مهال د امریکا ولسمشر Donald Trump په سپینه ماڼۍ کې و، خو هغه ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

امنیتي چارواکي وایي، د بریدګر د هویت او انګېزې په اړه پلټنې روانې دي.

#امریکا #واشنګټن #سپینه_ماڼۍ #ډزې #امنیت #تازه_خبر

Share.