کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د پولیسو له خوا د رسمي یونیفورم د کارولو د پلي کېدو لپاره جدي څار روان دی او په کاري چاپېریال کې د غیر رسمي جامو اغوستل منع دي. د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، په مرکز او ولایتونو کې ځانګړي پلاوي ګومارل شوي څو د دې پرېکړې عملي کېدل وڅاري او د نظم د ټینګښت ډاډ ترلاسه کړي. چارواکي وایي، د رسمي یونیفورم کارول د پولیسو د پېژندنې، د رسمي او غیر رسمي کسانو د تفکیک او د اداري نظم د پیاوړتیا لپاره مهم دي.
#افغانستان #کورنیو_چارو_وزارت #پولیس #یونیفورم #امنیت #نظم #اداري_اصلاحات
