د لوی اختر په ورځو کې لسګونه زره هېوادوالو د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د تفریح او سیاحت لپاره سفرونه کړي او د طبیعي ښکلاوو او تاریخي سیمو لیدنه یې کړې ده. د راپورونو له مخې، نورستان، پنجشېر، کونړ، ننګرهار، بامیان، پکتیا، پکتیکا، لغمان او بدخشان د ډېرو سیلانیانو د تګ راتګ شاهدان وو. کورنیو او ځوانانو د غرنیو سیمو او تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې، چې د خلکو تګ راتګ د تېرو کلونو په پرتله زیات بلل شوی دی. امنیتي مسوولینو ویلي، د سیلانیانو د خوندیتوب، ترافیکي نظم او اسانتیاوو لپاره ځانګړي تدابیر نیولي وو، څو خلک په خوندي فضا کې خپلې مېلې ترسره کړي.
#لوی_اختر #سیاحت #افغانستان #تفریح #نورستان #پنجشېر #کونړ #ننګرهار #بامیان #بدخشان #سفر
