د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌آباد کې د قالینو د ملي جشن پر مهال افغاني غالۍ د کوربه هېواد د دودیزو قالینو ترڅنګ نندارې ته وړاندې شوې چې د ګډونوالو ځانګړې پاملرنه یې را خپله کړې ده. په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت ویلي، دغه جشن د لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو د معرفي او ستاینې په موخه جوړ شوی و. په مراسمو کې د کوربه هېواد چارواکو، بهرنیو ډیپلوماټانو، د بېلابېلو هېوادونو استازو او په ترکمنستان کې افغان سفیر فضل محمد صابر هم ګډون کړی و.

#افغاني_غالۍ #عشق_آباد #ترکمنستان #قالینو_ملي_جشن #لاسي_صنایع #افغانستان #کلتوري_میراث #دودیز_هنر #فضل_محمد_صابر #کلتوري_اړیکې

Share.