عدلیې وزارت ویلي، چې د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د بررسۍ قانون د ا.ا د مشرتابه له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی. یاد وزارت ویلي، دغه قانون ۴ بابونه، ۴ فصلونه او ۳۱ مادې لري او د تطبیق مسؤولیت یې د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند ریاست ته سپارل شوی دی.  همدارنګه که د ملکیت اصلي مالک یا وارث حاضر شي، نو د قاضي له حکم وروسته ورته د ملکیت سپارل لازمي بلل شوي دي. په قانون کې دا هم راغلي چې بې وارثه املاک به د بیت‌المال ملکیت ګڼل کېږي.

#عدلیې_وزارت #قانون #ملکیت #غایب_اشخاص #رسمي_جریده #ستره_محکمه #بیت_المال #افغانستان #حقوقي_چارې #عدالت

Share.