د لوی اختر په ورځو کې په کندوز او بغلان ولایتونو کې د بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله ۴ کسان مړه او ۴۳ نور ټپیان شوي دي. د کندوز د امنیې قوماندانۍ د مالوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۳ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. چارواکي وایي، ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي. بلخوا، په بغلان کې د ۷ جلا ټرافیکي پېښو له امله یو ماشوم مړ شوی او ۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

#لوی_اختر #کندوز #بغلان #ترافیکي_پېښې #مړي #ټپیان #روغتیا #خبرونه

Share.