د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د نږدې ۶ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښيي چې د ۱۴۰۵ کال په وري او غويي میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵ زره او ۷۵۶ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی. سرچینې زیاته کړې، ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۱۰۸ ښځو په ګډون ۲ زره او ۹۹۵بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۷۴ ښځینهوو په ګډون، ۲ زره او ۷۶۱ نور له هېواده وتلي دي.
#افغانستان #احصایه #بهرني_وګړي #هوايي_ډګرونه #سرحدي_بندرونه #تګ_راتګ #احصایې_او_معلومات #Afghanistan #Statistics #Travel #BorderCrossing
