د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې ویلي چې په اوسني وضعیت کې هېڅ افغان پناه غوښتونکي ته امریکا ته د داخلېدو اجازه نشته. مارکو روبيو د سناتور کریس کونز د هغې پوښتنې په ځواب کې چې په قطر کې د شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکو د برخلیک په اړه وه، وویل چې دا کسان به په نورو امنو هېوادونو کې مېشت کړل شي. هغه زیاته کړې چې امریکا له څو هېوادونو سره د دغو افغان پناه غوښتونکو د یوې برخې د منلو په اړه خبرې کړې دي.
#افغان_پناه_غوښتونکي #امریکا #مارکو_روبیو #کډوالي #قطر #پناه_غوښتنه #بهرنۍ_چارې #AfghanRefugees #USA #MarcoRubio #Migration #Qata
