د ټولګټو وزارت ویلي، هغه لارې چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په بغلان، سمنګان او تخار ولایتونو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې دي. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، د دوشي–پلخمري، بغلان–کندوز، بنو–دهصلاح، ایبک–مزارشریف او د تخار–بدخشان لارې د سېلابونو له امله تړل شوې وې. د نوموړي په وینا، د ولایتي پرسونل او تخنیکي ټیمونو د پرلهپسې هڅو په پایله کې یادې لارې پاکې او د شپې ناوخته د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوې. حقشناس له خلکو غوښتي چې پر دغو لارو د تګ راتګ پر مهال ترافیکي اصول مراعات او له احتیاطه کار واخلي.
#افغانستان #بغلان #سمنګان #تخار #ټولګټو_وزارت #لارې #ترافیک #سېلاب #باران #ترانسپورت #فواید_عامه #امنیت #راه_ها
