د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) ویلي، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې به د افغانستان په ډېری سیمو کې د باران کچه له عادي اندازې سره نږدې وي. د راپور له مخې، د هېواد په شمال‌ختیځو سیمو کې د عادي کچې څخه د زیات ورښت احتمال شته، خو سویلي او لوېدیځې سیمې به د خپل عادي اقلیم له مخې وچې او کم‌ورښته پاتې شي. فایو خبرداری ورکړی چې تیت‌اوپرک بارانونه ښايي په ځینو سیمو کې شدید ورښتونه رامنځته کړي، چې له امله یې په شمال‌ختیځو، ختیځو او سوېل‌ختیځو ولایتونو کې د ناڅاپي سېلابونو او ږلۍ خطر زیاتېږي.

#افغانستان #ایف_اې_او #اقلیم #باران #ورښت #سېلاب #هوا_حال #کليما #کرنه #کرنیز_اقلیم #چاپیریال #خبري_ریپورت

Share.