د کندز د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو له پیله تر اوسه څه باندې ۷۰ زره کډوال دغه ولایت ته راستانه شوي دي.

د یاد ریاست د مسوولینو په وینا، د راستانه شویو کډوالو د استوګنې لپاره پنځه ښارګوټي په مرکز کندز، دشت ارچي، چهاردرې، امام صاحب او قلعه‌زال ولسوالیو کې ځانګړي شوي دي.

بلخوا یو شمېر راستانه شوي کډوال د ا.ا له همکاریو مننه کوي او له مسوولينو غواړي چې په پاتې ښارګوټو کې هم د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر ژر پیل شي.

#کندز #کډوال #بېرته_راستنېدنه #افغانستان #استوګنه #ښارګوټي #کورنۍ_راستنېدنه

Share.