د بدخشان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ۸ لوبډلو په ګډون د وزلوبې د دښت شیوه د څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د بدخشان له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو څخه اته لوبډلې ګډون لري چې په ۲ ګروپونو کې تنظیم شوې دي. ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د ۵ ورځو لپاره دوام وکړي او ګډونوالې لوبډلې به له یو بل سره سیالۍ ترسره کړي.
#بدخشان #وزلوبه #سپورټ #افغانستان #ولايتي_لوبې #دښت_شیوه #سپورتي_سیالۍ #کرکټ_او_سپورټ #خبرونه #افغانستان_سپورټ
