د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي وایي، په هغو ښارګوټو کې چې ملکیت یې د ا.ا په نوم ثابت او بېرته ترلاسه شوی، د هر ډول معاملاتو ترسره کول منع دي. رسولي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون تر اوسه په ټول هېواد کې لسګونه ښارګوټي دولتي ملکیت بللي او ځانګړو محکمو هم د ډېری دغو ښارګوټو په اړه پرېکړې کړې دي. د هغه په وینا، په یادو ښارګوټو کې د استوګنې او سوداګریزو سیمو کرایه، پېر او پلور، بیع وفا او نور هر ډول تصرفات منع دي او د معاملاتو لارښوونې دفترونه هم باید له داسې معاملاتو او د هغوی له منځګړیتوب څخه ډډه وکړي. رسولي زیاته کړې، هغه کسان چې له دې ښارګوټو څخه یې مخکې کورونه یا سوداګریزې ساحې په کرایه اخیستې دي، د محکمې له حکم وروسته باید کرایه ا.ا ته ورکړي.
#عدلیې_وزارت #ښارګوټي #دولتي_ځمکې #ملکیت #ځمکې #معاملات #افغانستان #غصب_ځمکې
