د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې په پاکستان کې بندیان وو، له خوشې کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د وزارت په وینا، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بندخونو کې ساتل کېدل. د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې ۱۵۶ تنه د تورخم او ۱۶۹ نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي. چارواکي زیاتوي، راستانه شوي کسان له لومړنیو بشري مرستو او اړینو خدمتونو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.

#افغان_کډوال #پاکستان #بندیان #راستنیدنه #تورخم #سپین_بولدک #کډوالو_چارو_وزارت #افغانستان

Share.