د کندز ولایت د دښتې ابدان په سیمه کې د بار وړونکو موټرو د تمځای (ټرمینل) د جوړولو چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په چټکۍ سره روانې دي. دغه پروژه چې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۴۰۰ جریبه ځمکه پلې کېږي، تر دې مهاله یې شاوخوا ۷۰ سلنه ساختماني چارې بشپړې شوې دي.
چارواکي وایي، د دې ټرمینل په جوړېدو سره به بار وړونکي موټر په منظم ډول تم کېږي، د ښار دننه به د ترافیکي ګڼې ګوڼې او بېنظمۍ کچه راکمه شي او د ترانسپورټي خدمتونو د ښه کېدو ترڅنګ به سوداګرو او موټرچلوونکو ته هم لازمې اسانتیاوې برابرې شي. تمه ده چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به د کندز د ترانسپورټي فعالیتونو په منظمولو او ښاري نظم کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
