د قزاقستان د کرنې وزارت ویلي، چې دغه هېواد د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې افغانستان ته ۲.۴ میلیونه ټنه غله صادر کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی ښيي. د یاد وزارت په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له محدودېدو وروسته، افغان سوداګرو د خوراکي توکو د واردولو لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو او د ایران بندرونو ته ډېره مخه کړې ده. اوس د افغانستان د خوراکي او سون توکو د اړتیاوو یوه لویه برخه له منځنۍ اسیا، په ځانګړي ډول له قزاقستانه، واردېږي. قزاقستان د سیمې له سترو غنم تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او د غلو کلنی صادراتي ظرفیت یې شاوخوا ۱۳ میلیونه ټنه اټکل شوی دی.

#افغانستان #قزاقستان #غله #صادرات #واردات #سوداګري #غنم #منځنۍ_اسیا

Share.