د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ حجم تېر کال نږدې ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ازبکستان د افغانستان د صادراتو درېیم ستر بازار دی او تېر کال دې هېواد ته د افغانستان صادرات ۱۵۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلي وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور په روان کال کې نږدې ۲۹۰ سوداګریز تړونونه او تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا څلور میلیارد ډالرو ته رسېږي.

چارواکي وایي، افغانستان او ازبکستان هڅه کوي چې د انرژۍ، ترانزیټ، صنعت او پانګونې په برخو کې د همکاریو له پراختیا سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه په راتلونکو کلونو کې پنځه میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

#افغانستان #ازبکستان #سوداګري #اقتصاد #پانګونه #ترانزیټ #Afghanistan #Uzbekistan #Trade #Economy

Share.