د امریکا د واشنګټن ایالت د سپوکن ښار په شاوخوا کې پراخو ځنګلي اورلګېدنو له ۷۰۰ څخه ډېرې ودانۍ سوځولې او شاوخوا ۶۴ زره اوسېدونکي یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. د راپورونو له مخې، دغه اورونه د شنبې په ورځ پیل شوي او لا هم د پراخېدو په حال کې دي. اور تر اوسه د سپوکن ښار په شمال کې له اته زره جریبو څخه زیاته ځمکه سوځولې ده. چارواکي وایي، د هوايي سروې له مخې ښايي نږدې ۴۰۰ نورې ودانۍ هم زیانمنې شوې وي. تر اوسه د مرګژوبلې رسمي راپور نه دی خپور شوی، خو د ژغورنې ډلې د احتمالي تلفاتو د معلومولو لپاره سیمې ارزوي. د اور د رامنځته کېدو لامل لا نه دی روښانه شوی او نږدې ۱۱۰۰ اوروژونکي د اور د کنټرول لپاره په عملیاتو بوخت دي.
#امریکا #سپوکن #اورلګېدنه #ځنګلي_اورونه #واشنګټن_ایالت #بې_ځایه_کېدل #بیړنی_حالت
