د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په بېلابېلو سېلاب ځپلو سیمو کې سلګونو زیانمنو کورنیو ته د سرپناه، نغدي او بېړنیو بشري مرستو لړۍ ترسره شوې ده.

د لوګر د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست وایي، د دغه ریاست په همغږۍ د امداد بنسټ له لوري ۱۸۰ هغو کورنیو ته د سرپناه مرستې ووېشل شوې چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د محمداغې ولسوالۍ په ګمران، شیرازه، دښتک، نظرخېل او یو شمېر نورو سیمو کې پر مستحقو کورنیو ووېشل شوې.

همدارنګه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ ۷۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي. هرې کورنۍ ته ۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې چې ټولیز ارزښت یې ۶۶۳ زره افغانۍ کېږي.

چارواکي وایي، د دغو مرستو موخه د سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته او د هغوی د بیړنیو اړتیاوو پوره کول دي.

#لوګر #سېلاب_ځپلي #بشري_مرستې #محمداغه #افغانستان #Logar #FloodRelief #HumanitarianAid

Share.