اسوشیتدپرس په یوه راپور کې ویلي، ایران د هرمز تنګي په کنټرولولو سره هڅه کوي پر امریکا فشار زیات او په احتمالي مذاکراتو کې خپل دریځ پیاوړی کړي. د راپور له مخې، تهران باور لري چې د دغه مهمې سمندري لارې محدود ساتل به امریکا اړ کړي د ایران د کنټرول واقعیت ومني. هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دی چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې هره ورځ شاوخوا ۲۰.۹ میلیون بېرله نفت او نفت‌محصولات ترې تېرېدل. ایران ادعا کوي چې د عمان په منځګړیتوب د دغه تنګي د مدیریت په اړه یوې هوکړې ته نږدې شوی، خو عملي کېدل یې د امریکا د محاصرې له پای ته رسېدو سره تړلي دي. اسوشیتدپرس په ورته مهال خبرداری ورکړی چې د هرمز د کنټرول د ایران تګلاره، سره له دې چې تهران ته د فشار وسیله برابروي، د جګړې او اقتصادي زیانونو له امله د دغه هېواد لپاره جدي خطرونه هم لري.

#ایران #امریکا #هرمز #هرمز_تنګی #نړیواله_انرژي #نفت #منځګړیتوب #مذاکرات #جګړه #اقتصاد

Share.