د کندز ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ د آق‌تپې کلي کې د واده د خوښیو په مناسبت د والیبال شپه‌نۍ سیالۍ د پنځو لوبډلو په ګډون ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د ورزش د ودې، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې سیالۍ د پیاوړتیا په موخه جوړې شوې وې، د سیمې د خلکو له پراخ هرکلي او ګډون سره مخ شوې. د څو ورځو په زړه پورې سیالیو وروسته، د حاجي عبدالله ذاخیلوال لوبډلې په پایلوبه کې منتخب قلعه‌زال لوبډلې ته د ۳۱–۲۵ په پایله ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

په همدې حال کې منتخب قلعه‌زال لوبډلې د سیالیو دویم مقام ترلاسه کړ. د سیالیو په پای کې غوره لوبډلو ته د اتلولۍ جام او ستاینلیکونه هم ورکړل شول، او ګډونوالو د ورته ورزشي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

#کندز #قلعه_زال #آق_تپه #والیبال #ورزش #شپه_نۍ_سیالۍ #اتلولي #افغانستان

Share.