د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغانستان شلاوریز غوره لیګ (APLT20) لپاره د لوبغاړو د نوملیکنې بهیر پیل شوی دی.
د کرکټ بورډ په وینا، په شرایطو برابر افغان او بهرني لوبغاړي کولی شي د غوره لیګ د نوملیکنې له لارې په بېلابېلو کټګوریو کې خپل نومونه ثبت کړي.
د لوبغاړو د نوملیکنې له بشپړېدو وروسته به د د دغه لیګ ډرافټ ترسره شي، چې پر مهال به د لیګ لوبډلې د خپلو اړتیاوو له مخې افغان او بهرني لوبغاړي غوره کړي.
د افغانستان شلاوریز غوره لیګ د بیا پیل لپاره درې لوبډلې هم تر دې دمه اعلان شوې دي؛ اکسل یونایټډ کابل، بلخ ځوانان او کندهار واریئرز.
د راپورونو له مخې، د د افغانستان غوره لیګ ډرافټ د سپتمبر په ۲۷مه او د لیګ لومړی پړاو د ډسمبر په ۲۷مه پیلېدو ته ټاکل شوی دی.
#افغانستان #کرکټ #APLT20 #افغان_لیګ #کرکټ_بورډ #لوبغاړي
