د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په ملا قلي کلي کې د امام‌صاحب، کلباد او دشت ارچي ولسوالیو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د امام‌صاحب منتخبې لوبډلې او «موج‌های آمو» لوبډلې لار وموندله، چې په پای کې «موج‌های آمو» لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳ پر ۲ پایلې سره ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د ورزش ودې، سالمې سیالۍ او د والیبال د لوبې د لا پراختیا لپاره زمینه برابرول بلل شوې ده.

#کندز #دشت_ارچي #والیبال #موجهای_آمو #امام_صاحب #ورزش #سپورت #سیالۍ #افغانستان

Share.