د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۶۵۰ زره او ۸۶۰ عادي پاسپورټونه وېشل شوي دي. د نوموړي په وینا، په همدې موده کې ۳ زره او ۳۴۵ سوداګریز او ۵۱۲ تحصیلي پاسپورټونه هم وېشل شوي دي. مجاهد وايي، د ۱۶ زره او ۷۱۷ بهرنیو وګړو ویزې هم تمدید شوې دي. نوموړي وویل، د پاسپورټ د خدمتونو د اسانتیا لپاره د نوملیکنې بهیر انلاین او فورمه له ۹ پاڼو یوې پاڼې ته راکمه شوې ده. هغه زیاتوي، پاسپورټ د کور تر دروازې رسولو خدمت پیل شوی او په هرات، لوګر، زابل او خوست کې د پاسپورټ ریاستونو لپاره نوې ودانۍ هم جوړې شوې دي.
#پاسپورټ #افغانستان #پاسپورټ_خدمتونه #مهاجرت #ویزې
