د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي له استعفا وروسته، رحمت شاه زرمتی د دغو دواړو بڼو د نوي لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، رحمت شاه تر دې وړاندې د ملي لوبډلې د مرستیال لوبډلمشر دنده پر غاړه درلوده. همدارنګه رحمن‌الله ګربز د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. ټاکل شوې، چې رحمت شاه او رحمن‌الله ګربز به خپلې نوې دندې د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان د راتلونکې لوبلړۍ پر مهال پیل کړي. کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې، چې د دوی په مشرۍ به ملي لوبډله لا زیاتې بریاوې او مثبتې لاسته راوړنې ولري.

#افغانستان_کرکټ #رحمت_شاه #رحمن_الله_ګربز #لوبډلمشر #ټېسټ #یوورځنۍ_لوبې #AFGCricket #CricketAfghanistan

Share.