د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي، چې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د یوه شپون له لوري نیول شوي د پړانګ دوه بچي د سیمه‌ییزو چارواکو په همکارۍ اړوند ادارې ته سپارل شوي دي. د دې ادارې په وینا، په خاک‌سفید ولسوالۍ کې هم دوه باښې د ښکاریانو له منګولو ژغورل شوې او د چاپېریال ساتنې ریاست ته انتقال شوې دي. یادې ادارې ټینګار کړی چې د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې په ټول هېواد کې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو ښکار بند دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

#فراه #چاپېریال_ساتنه #وحشي_ژوي #پړانګ #بازان #ښکار_بندیز #افغانستان

Share.