د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، د ټاپي پروژې د هرات فاز د جوړولو چارې نږدې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي. د هغه په وینا، تر اوسه د پروژې په لړ کې مهم پرمختګونه شوي دي، چې له مخې یې ۸۰ کیلومتره د ګاز نل‌غځونه ترسره شوې، شاوخوا ۱۲۶ کیلومتره د نل‌لیکې لپاره مسیر یا دهلېز برابر شوی، او ۱۰۸ کیلومتره نښلوونکی او څارنیز سړک هم جوړ شوی دی. همدارنګه ۳۶.۳ کیلومتره نل‌لیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې او ۷۲.۳ کیلومتره نور نلونه د پروژې ساحې ته انتقال شوي دي.

#ټاپي #هرات #ګاز_نللیکه #کانونو_او_پټرولیم #انرژي #اقتصادي_پرمختګ #افغانستان #TAPI #Herat

Share.