په بلخ ولایت کې د اوسپنې تولیدوونکو ټولنه وایي چې په دې ولایت کې اووه فعالې کارخونې د اوسپنې د ویلې کولو او بېلابېلو محصولاتو د تولید په برخه کې فعالیت کوي او ورځنی تولید یې له ۱۰۰۰ ټنو څخه اوړي، چې د شمالي ولایتونو د بازار لویه برخه پوره کوي. صنعتکاران د برېښنا کمښت، د خامو موادو نشتوالی او د مناسبې ځمکې کمښت د خپلو مهمو ستونزو په توګه یادوي. دوی له حکومت څخه د کانونو د استخراج غوښتنه کوي. بل لور ته مسوولین وایي چې د صنعتکارانو د ستونزو د حل او د تولید د ودې لپاره منظمې لیدنې او ملاتړ ته دوام ورکوي.
#بلخ #اوسپنه #صنعت #تولید #اقتصاد #فابریکې #افغانستان #Balkh #Industry
